فضل هادي مسلمیار اماراتو ته ولاړ
د افغانستان د مخکېني نظام د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار نن متحده عربي اماراتو ته ولاړ. ښاغلي مسلمیار ته نږدې سرچینې ازادي راډیو سره په خبرو کې د نوموړي دا سفر تأیید کړ او زیاتهیې کړه چې ستونزې وې، خو حل شوي او سفر یې شخصي دی. سرچینه وایي ښاغلی مسلمیار د یوې اوونۍ لپاره بهر ته تللی دی. سرچینې د ستونزو د جزئیاتو په اړه ازادي راډیو ته وویل چې له تېرو نږدې اوو میاشتو له هېواده بهر د ښاغلي مسلمیار، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د تېر نظام د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله... Читать дальше...