امریکایي چارواکي: د عراق پر اربیل ښار لګېدلي توغندي له ایران توغول شوي
د کردستان کورواکې سیمې د کورنیو چارو وزارت ویلي شااوخوا ۱۰ بالیستیک توغندي نن سهار وختي پر اربیل ولګېدل چې د امریکا د قونسلګرۍ نوې ودانۍ او شااوخوا استوګنیزې سیمې یې په نښه کړې چې یوازې یې مالي زیان اړولی دی.
په عراق کې د ایران د دولتي ټلوېزیون یوه خبریال ویلي، د دغو توغندیو هدف د اسرائیل ځیني پټ مرکزونه وو.