طالبانو کابل کې د افغانستان د درې رنګه لوی بیرغ پر ځای خپل بیرغ يورته کړ
د طالبانو حکومت د کابل د وزیر محمد اکبر خان پر غونډۍ د افغانستان د درې رنګه لوی بیرغ پر ځای خپل سپین بیرغ يورته کړ. په دغه غونډۍ د افغانستان درې رنګه رپول شوی بیرغ تېر حکومت ته هندوستان ډالۍ کړی و. د طالبانو حکومت د پنجشنبې په ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خپل سپین بیرغ ورپاوه، هغه کړنه چې د ګن شمېر هېوادوالو له غبرګون سره مخ شوه. د طالبانو دغې کړنې ته افغانان په غبرګون کې وايي، د افغانستان درې رنګه بیرغ په هېڅ یوې ډلې او ګوند پورې اړه نهلري او طالبان باید له ملي بیرغ سره داسې چاند ونهکړي. Читать дальше...