سعودي عربستان: ۸۱ بندیان په یوه ورځ اعدام شول
د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس پرون شنبه وویل چې په اعدام شویو کې د القاعده شبکې، د اسلامي دولت ډلې یا داعش او د حوثي ډلې غړي شامل و.
د دې اژانس په وینا دغه کسان پر مهمو او حیاتي ځایونو د حملو د پلانولو او دې هېواد ته د وسلو د قاچاق په جرم په اعدام محکوم شوي و.
داسې ښکاري چې دا به په سعودي عربستان کې په وروستیو کلونو کې تر ټولو زیات ډلهییز اعدامونه وي چې په یوه ورځ ترسره کېږي.