امیر خان متقي: امریکا او نور هېوادونه دې پر افغانستان له فشارونو لاس واخلي
امیر خان متقي دغه څرګندونې پرون شنبه د ترکیې په انتالیا کې د ډیپلوماتیک فوروم په نوم یوه غونډه کې چې د افغانستان په اړه بحث ته ځانګړې شوې وه، وکړې.
ده وویل: "خصوصاً امریکا، اروپا او هغو هېوادونو ته مو چې په افغانستان کې یې دا ۲۰ کاله جګړه کړې او له جګړې یې کومه نتیجه نهده ترلاسه کړې، پیغام دا دی چې په افغانستان کې دې نور د فشار اپشنونه نهکاروي، بلکې د همکارۍ اپشنونه دې وکاروي چې یو له بل سره همکار شو او یو له بل سره کار کړو."
ښاغلي متقي ټینګار وکړ چې د افغانستان حکومت باید تقویه شي چې ورسره به د ده په خبره د مهاجرتونو لړۍ هم ختمه شي او د اقتصادي وضعیت له ښه کېدو سره به امنیتي وضعیت هم لا ښه شي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې نږدې اووه میاشتې وځي، خو تر اوسهیې حکومت د نړۍ هېڅ یوه هېواد هم په رسمیت نهدی پېژندلی.