"پاکستان ورځ" ولمانځل شوه
د پاکستان ورځې په مناسبت د دې هېواد ولسمشر او وزيراعظم په ولس غږ کړی چې د ټولنیزې او اقتصادي پرمختيا لپاره په ګډه کار وکړي. په دې موقع د هر کال په شان د مارچ په ۲۳مه، د پاکستان پوځ په اسلام اباد کې په يو لړ مراسمو کې د وسلو ښودنه وکړه. په دې وسلو کې ميزايل او ټينکونه شامل وو. پر دې ورځ د پاکستان هوايي ځواکونو پيلوټانو کرتبونه هم وښودل. په دې مراسمو کې د نړۍ د ځينو هېوادونو استازو هم ګډون کړی وو. د پاکستان ولسمشر عارف علوي دې غونډې ته په خبرو کې وويل چې د قوم په نوم یې پېغام دا دی چې هېواد... Читать дальше...