یو شمېر ګوښه کړل شوي قاضیان: که مو غوښتنو ته ځواب ونهویل شي، له هېواده وځو
یو شمېر هغو قاضیانو چې د طالبانو حکومت له لوري په ډلهییزه توګه له دندو شړل شوي، یو ځل بیا د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره غږ پورته کړ. دغه قاضیان چې په پخواني حکومت کې یې دنده لرله وایي، که چېرې د طالبانو حکومتیې تر راتلونکې یوې میاشتې غوښتنو ته ځواب ونهوایي، په ډلهییزه توګه به له هېواده ووځي. یو شمېر دغو پخوانیو قاضیانو چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه کابل ته راغلي، د یکشنبې په ورځیې په یوه خبري کنفرانس کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې تر راتلونکې یوې میاشتې دې د دوی غوښتنو ته ځواب ووایي. Читать дальше...