د نظم او نثر په ښکلا کې د ادبي فنونو ونډه
د ازادي راډيويي مجلې د دې اوونۍ په خپرونه کې ډاکتر حنیف خلیل د خپل تازه چاپ شوي کتاب په اړه غږېږي. نقیب احمد عزیزي وايي چې ادبي فنونه د ادبیاتو په حوزه کې څه نقش لري؟ د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی څېړنوال محمد اصف احمدزی د پښتو نثر په غني کېدو کې د قرانکریم د پښتو تفسیرونو او ژباړو د کنفرانس مهم ټکي شریکوي. د خپرونې په پیل کې فرهنګي خبرونه او په پای کې یې د اجمل پسرلي یوه لڼده کیسه هم اورېدلای شئ. د دغې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: