د اروپا او اسټرالیا فوټبال لیګونو کې ۲ افغان لوبغاړي افغانستان سره یو ځایېږي
د اروپا او اسټرالیا په لیګونو کې دوه لوبېدونکي افغان لوبغاړي د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې سره يو ځای کېږي. د فوټبال فدراسیون ویاند فېروز معشوف نن ازادي راډيو ته وویل چې دا دوه لوبغاړي یې رابللي چې د افغانستان په ملي لوبډله کې ولوبېږي. د ښاغلي معشوف په خبره رحمت الله اکبري او سلیمان زرمتی چې په اوس وخت کې د اسټرالیا او سويډن د فوټبال په لومړي لاس لیګونو کې لوبېږي، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د روزونکي انوش دستګیر له خوا بلنه ورکړل شوې چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې جامه واغوندي. Читать дальше...