د سالنګونو لویه لار د درنو واورو او توپانونو له امله وتړل شوه
د سالنګونو لویه لار د درنو واورو او توپانونو له امله نن سهار د ټرافیکو پر مخ وتړل شوه. د سالنګونو د حفظ او مراقبت د ادارې رییس عبدالله عبید ازادي راډیو ته تایید کړه چې دغه لار د سهار له ۴ بجو د ټولو ټرافیکو پرمخ تړل شوې او له ټولو مسافرینو او موټر چلونکو غواړي چې تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو دې پردې لارې له سفر کولو ډډه وکړي. له دې مخکې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې وړمه ورځ د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې د واورو او بارانونو وړاندوینه کړې وه او له خلکو یې غوښتي و چې د احتمالي برف کوچونو او سیلونو لپاره دې تدابیر ونیسي.