د روسیې د پیسو'روبل' ارزښت مخ په کمېدو دی
د روسیې د پیسو، روبل ارزښت مخ په کمېدو دی. پرون هر ډالر په څه باندې ۱۳۸ روبله تبادله شو. له کله چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی دی، د ډالر او نورو اسعارو پر وړاندې د روبل ارزښت په ټیټېدو دی.
د سږ کاله له پیله هم د روبل ارزښت په کمېدو و. راپورونه وايي چې تېرو دوو میاشتو کې د ډالرو پر وړاندې د روبل ارزښت په سلو کې ۴۰ ټیټ شوی، خو پر اوکراین د روسیې یرغل او ورسره جوحت پر مسکو د لوېدیځو هېوادونو بندیزونو د روبل لوېدا نوره هم زیاته کړې ده.