ایران کې زندانۍ شوې نازنین زاغري راتکلیف بریتانوی پاسپورټ بېرته ورکړل شو
له دې سره هیلې پیدا شوي چې مذاکره کوونکې ډلې به وکړای شي د هغې بشپړې خوشې کېدو ته زمینه برابره کړي.
د بریتانیا د پارلمان یوه غړي تولیپ صدیق نن په یوه ټویټ کې ویلي، خوشحاله دی چې مېرمن زاغري ته د هغې بریتانوی پاسپورټ بېرته ورکړل شوی دی.
نازنین زاغري راتکلیف چې په ۲۰۱۶م کال له خپلې ۷ کلنې لور سره د خپلې کورنۍ د غړو د لیدو لپاره ایران ته تللې وه، تر نیول کېدو وروسته په ۵ کاله بند محکومه شوه.
هغې څلور کاله د تهران د ایوین په بدنام زندان کې او یو کال په کور کې په نظربندۍ کې تېر کړي دي.
د هغې کورنۍ ویلي، ایراني چارواکو ورته څرګنده کړې دوی مېرمن نازنین ځکه نیولې چې بریتانیا نهدی توانېدلی د ایران ۴۵۸ ملیون ډالره پور پرې کړي.
د ایراني چارواکو په خبره، بریتانیا تهران ته ویلي چې پر ایران د لګېدلو بندیزونو له کبله د دغه پور په پرې کولو نهدي بریالي شوي.