مزار شريف کې چاودنه؛ د وژل شويو شمېر ۲۵ ته ورسېد
بلخ ولایت کې د طالبانو د استخباراتو مشر وايي، په مزارشریف ښار کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې د چاودنې له امله ۲۵ تنه وژل شوي دي. تر دې مخکې په مزارشریف کې د ابو علي سینا روغتون یوه چارواکي ازادي راډیو ته وویل چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي. داعش ډلې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د چاودنې مسوولیت منلی. دغه راز نن په کابل، ننګرهار او کندوز کې هم چاودنې شوې دي چې پکې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.