خوست کې د روژې جام سياليو دوام؛ خوست ځوانان د سنګين پر وړاندې لوبيږي
وړاندې له دې د خوست ځوانانو لوبډلې په نیمه پای لوبه کې د ۲۱ مڼډو په توپیر علي اکبر لوبډلې ته ماتې ورکړه او سنګین لوبډلې هم د ۱۸ مڼډو په توپیر له دیګان ځوانانو لوبه وګټله او پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.
د کرکټ دا لس اوریز جام چې د روژې میاشتی په لومړۍ نېټه پیل شوی و، ۱۶ لوبډلې په کې سیالي کوي او ۸ لوبډلو نیمه پای لوبې ته لار موندلې ده.