سپريم کورټ د قامي اسمبلۍ د بحالولو حکم وکړ
د پاکستان سپريم کورټ پرېکړه کړې چې د قامي اسمبلۍ ډپټي سپېکر لخوا د وزيراعظم عمران خان پر ضد راوړل شوی عدم اعتماد تحريک مستردول غيرقانوني دي. سپریم کورټ د قامي اسمبلۍ د بحالولو حکم کړی. سپريم کورټ د اپريل په اوومه په يوه پرېکړه کې وويل چې د ډيپټي سپېکر د پرېکړې تر غيرقانوني کېدو وروسته، د وزیراعظم عمران خان دا پرېکړه چې له ولسمشره یې د اسمبلۍ د ماتولو غوښتنه کړې وه، هم رد شوه. په فېصله کې ويلي شوې چې د راتلونکې شنبې (د اپريل ۹مه) دې د قامي اسمبلۍ اجلاس راوغوښتل شي او د وزيراعظم پر ضد پر عدم اعتماد تحريک دې رايې واچول شي. Читать дальше...