د ملي مقاومت جبهه ادعا کوي چې پنجشېر کې یې ۱۰ طالبان وژلي، خو طالبانیې ردوي
د طالبانو ضد د ملي مقاومت جبهه ادعا کوي چې تېره ورځیې په پنجشېر ولایت کې په یوه تازه حمله کې ۱۰ طالبان وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي، خو طالبان دغه ادعا ردوي. د طالبانو خلاف د دغې وسلهوالې جبهې ویاند صبغتالله احمدي پرون جمعه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د پنجشېر ولایت په حصارک سیمه کې کله چې طالبانو غوښتل د دوی پر یوې قرارګاه حمله وکړي، هدف ته تر رسېدو مخکې د دوی د ځواکونو له لوري د نیول شوي کمین په پایله کې یې طالبانو ته دا مرګژوبله اړولې ده. صبغت احمدي لیکلي چې دا نښته پرون جمعه له غرمې وروسته رامنځته شوې ده. Читать дальше...