د خوراکي امنیت اسلامي سازمان له افغانستان سره د همکارۍ ډاډ ورکړ
دغې خونې تیره ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو خواو په افغانستان کې د خوراکي خوندیتوب اسلامي سازمان د پروژو د تطبیق او د دوه اړخیزو همکاریو په کېدو ټینګار کړی دی .
د خبر پاڼې په حواله، د خوراکي امنیت اسلامي سازمان استازي په افغانستان کې له قزاقستان څخه د غنمو او اوړو د مرستې پروژه او د افغانستان خلکو ته یې لېږدول، د غنمو د تولید لپاره د ماشینونو او اصلاح شویو تخمونو په برخه کې د افغان بزګرانو د ظرفیت لوړول، د خوراکي توکو صنعت ته وده ورکول او د تولید د ودې او د کار پیدا کولو لپاره د ارزښت لوړول او د افغانستان د خلکو لپاره د څښاک د پاکو اوبو برابرولو په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړى.
د خونې په حواله، افغان پلاوي د یادو پروژو د هرکلي ترڅنګ د بانکي نظام او دغه شان د زیاتې پانګونې د جلبولو په برخه کې د مقابل لوري نه د مرستې غوښتنه کړې او مقابل لوري هم د همکارۍ ډاډ ورکړی.