د بوسنیايي مسلمانانو د روژه ماتي ځانګړی رواج
د بوسنیا مسلمانان اکثر له کورونو بهر روژه ماتی خوښوي. د هغه هېواد په زېنیچا وړوکي ښار کې د روژه ماتي پر وخت د توپ ډز کېږي. هغه سیمه د غرونو او غونډیو په منځ کې پرته ده او اوسېدونکي یې د اوونۍ د چوټۍ پر ورځ غونډۍ ته ورخېژي او په ګډه روژه ماتی کوي. پر دې مهال ښځې او سړي په ګډه د مازیګر او ماښام لمونځونه هم کوي. نور د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.