د ناټو د بهرنیو چارو وزیران نن هم د اوکراین پر حالاتو خبرې کوي
په پرونۍ غونډه کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل، له اوکراین سره به د روسیې جګړه ښایي میاشتې او حتی کلونه دوام وکړي ځکه چې داسې نښې نهترسترګو کېږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ټول اوکراین د واکمنۍ له هوډه په شا شوی وي.
سټولټنبرګ زیاته کړه د همدې لپاره باید ناټو د اوږدې مودې په مخه د اوکراین ملاتړ ته چمتو شي.
تمه ده چې د ناټو د ۳۰ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن په بروکسل کې له اوکراین سره په پوځي برخه کې د یو شمېر مرستو اعلان وکړي.