د بشري حقونو څار سازمان: له یونانه شړل شوي افغان پناه غوښتونکي لوټ او وهل شوي
دا خبره یاد سازمان نن په یوه راپور کې کړې ده.
د بشري حقونو څار سازمان له ۲۶ هغو افغان پناه غوښتونکو سره مرکې کړي چې د ۲۰۲۱ کال له سپټمبره د ۲۰۲۲ کال تر فبروري پورې د یوناني ځواکونو لهخوا بېرته ترکیې ته شړل شوي.
دغه سازمان انتقاد کړی چې یوناني ځواکونو د یونان-ترکیې په پوله کې د افغان پناه غوښتونکو پیسې، وسایل او مبایلونه غلا کړي دي.
په راپور کې زیاته شوې چې افغان پناه غوښتونکي تر پولیسو وروسته یوه ډله مخ پټو کسانو چې ظاهراً د پولیسو لهخوا ګمارل شوي د ایورېس سیند له لارې په وړو کښتیو کې ترکیې ته استولي.
د یونان چارواکو د دې راپور په اړه څه تبصره نهده کړې.