طالبان: مخابراتي شرکتونو سره د سیم کارټونو د ثبت او بایومټریک پلان شریک شو
د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي، د کابینې له لوري د سیم کارټونو د ثبت او بایومټریک طرحې له تایید وروسته، اوس د دغه چارې د سرته رسولو لپاره یې هڅې پيل کړي دي. د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزي ازادي راډیو ته وویل، دغه وزارت د سیم کارټونو د ثبت او بایومټریک طرحه له مخابراتي شرکتونو سره شریکه کړې ده: "د مخابراتو وزارت پرېکړه کړې چې سیم کارټونه ثبت او بایومټریک کړي، کابینې طرحه تایید کړې او د مخابراتو وزارت او د احصایې ملي ادارې ته یې لارښوونه وکړه چې دا طرحه په تدریجي... Читать дальше...