د پښتو ژبې تاريخ، اوسنی حالت او ننګونې
د فبرورۍ ۲۱مه هر کال د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. کله چې د پاکستان تر خپلواکۍ يو کال وروسته په ۱۹۴۸ز کال کې حکومت "اردو" د دې هېواد د يوازينۍ ملي ژبې په توګه اعلان کړه نو د هغه وخت په ختيځ پاکستان يا اوسني بنګله دېش کې ولس د دې ګام مخالفت وکړ او غوښتنه يې وکړه چې هلته زياته ويونکې ژبه "بنګالي" دې هم ملي ژبه وګرځول شي. وروسته د ۱۹۵۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۱مه نېټه چې کله په ډاکا ښار کې د ډاکا پوهنتون زده کوونکو مظاهره کوله نو پوليسو ډزې ورباندې وکړې چې په نتيجه کې يې پينځه زده کوونکي ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول. Читать дальше...