د ابوظبي په کمپ کې د درېیمې ورځې لپاره د افغان پناه غوښتونکو مظاهرې
سلګونه افغان پناه غوښتونکي چې اوس د ابوظبي په یو کمپ کې پراته دي د درېیمې پرلپسې ورځې لپاره یې مظاهره وکړه. دوی غواړي چې زر تر زره دې برخلیک معلوم او د امریکا متحده ایالتونو ته دې ولېږدول شي. د هغو افغانانو شمېر چې له شپږ میاشتو راهېسې د ابوظبۍ په یو کمپ کې ژوند کوي، نژدې ۹۰۰۰ کسانو ته رسیږي. دا ډیر یې هغه کسان دي چې یا خپله او یا یې د کورنۍ غړیو د امریکا له متحدو ایالتونو سره کار کړی. د امریکا متحده ایالتونو تر ۸۰ زرو زیاتو کسانو ته په امریکا کې د ژوند کولو شرایط برابر کړي دي خو زرګونه نور... Читать дальше...