د جرمني صدراعظم کیف ته رسېدلی څو د کړکېچ په کمولو خبرې وکړي
د جرمني صدراعظم اولاف شولز کیف ته رسېدلی څو پر اوکراین د روسیې د احتمالي برید د مخنیوي په هدف د ډيپلوماتیکو هڅو په ترڅ کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره خبرې وکړي. ښاغلي شولز کیف ته له روانېدو مخکې پر ټوټیر ولیکل، جرمني تمه لري چې د مسکو له لوري به د دې کړکېچ د کمولو نښنې نښانې وویني. هغه زیاتوي چې د اوکراین پرضد پوځي اقدام به د روسیې لپاره ډېر جدي عواقب ولري. شولز خبرداری ورکړی چې د اروپا سولې ته خورا جدي ګواښ متوجه دی. د جرمني صدراعظم به د کیف سفر پای ته رسولو وروسته سبا... Читать дальше...