په پنځو ولايتونو کې د نشهيي موادو د قاچاقو او خرڅلاو په تور ۱۴تنه ونيول شول.
د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې له نشهيي موادو سره د مبارزې ځانګړو پوليسو په کابل، کندهار، ننګرهار، هرات او تخار ولايتونو کې د نظامي عملياتو په نتيجه کې د نشهيي موادو ۱۴ قاچاق کوونکي او خرڅوونکي نيولي چې له دوی سره ۶۵ کېلو ګرامه نشهيي مواد لکه شيشه، هيروئين، ترياک او چرس هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
د يادونې وړ ده چې پهدې وروستيو وختونو کې د نشهيي موادو د قاچاق کوونکو او خرڅوونکو د نيولو لپاره د ځانګړو پولیسو عمليات ډېر شوي دي.