د بریتانیا شهزاده ویلیم په نیوزیلنډ کې مسلمانان وستایل
بریتانیايي شهزاده ویلیم د نیوزیلنډ په کرایسټ چرچ ښار کې النور او لینووډ جوماتونو ته لاړ او د دې هېواد مسلمانان یې وستایل. په دې جوماتونو کې تېره میاشت وسله والو کسانو ۵۰ تنه لمونځ کوونکي ووژل. شهزاده ویلیم نن جمعه په النور جومات کې چې د مارچ په ۱۵مه نېټه ۴۲ تنه لمونځ کوونکي پکې ووژل شول، وینا وکړه. ده له حملې ۱۶۰ تنو روغ وتلیو ته وویل چې تاسو په تېرو څو اوونیو کې ولیدل چې نړۍ له تاسو سره ده.