سعودي عربستان ته د نشهيي موادو د قاچاقو مخه ونيول شوه
سعودي عربستان ته تر لسو کېلو ګرامو ډېرو نشهيي موادو د قاچاقو مخه ونيول شوه.
د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې ۱۴ کېلوګرامه هيروئين چې د ځان وچولو دسمال او رویجايي کې رانغاړل شوي وو او په پام کې وه چې د حامد کرزي هوايي ډګر له لارې يې سعودي عربستان ته قاچاق کړي، د سرحدي پوليسو لهخوا ونيول شول.
پهدې تور څلور تنه نيول شوي او د نورو څېړنو لپاره له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي.