دفاع وزارت: په غزني کې ۳۶ تنه وسلهوال طالبان وژل شوي
د افغانستان دفاع وزارت وایي، په غزني ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۳۶ تنه وسلهوال طالبان وژل شوي دي. د دغه وزارت پر ټویټرپاڼه راغلي چې افغان امنیتي ځواکونو د غزني د ګېرو، اببند او د غزني له مرکز څخه د وسلهوالو مخالفینو د تصفیې عملیات کړي دي. د خبر له مخې د وسلهوالو طالبانو یو شمېر نقیله وسایط د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي. طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.