په هرات کې د کورنیو صنایعو یو نندارتون جوړېږي
د هرات ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، ټاکل شوې چې سبا د ثور لومړۍ نېټه په دغه ولایت کې د کورنیو صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شي.
د دغې خونې مشر سعد خطیبي نن ازادي راډيو ته وویل، په دغه نندارتون کې چې د کورنیو صنایعو او د هرات د پیاوړي صنعت د پېژندنې او بازار موندې په هدف جوړېږي، کورني صنایع له ۱۰۰ په زیاتو غرفو کې نندارې ته کېښودل شي.
ده وویل:
"هر کال د ثور لومړۍ اوونۍ د صنعت اوونۍ په نوم نومول کېږي چې په دې اوونۍ کې د کورنیو صنایعو نندارتون جوړېږي او کورني تولیدات په کې نندارې ته ایښودل کېږي."
ښاغلی خطیبي وایي، په دغه نندارتون کې به د خوراک توکي او نوشابې، ساختماني مواد او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شي.