د سنځاوۍ پېښې پرضد احتجاج به کوټې ته غځوو: احسان دومړ
د بلوچستان په سنځاوۍ کې د شپږو لېویزوالو د وژنې پرضد احتجاجي ناسته د اپرېل پر درېمه هم دوام لري. پرلتوال له حکومته غوښتنه کوي چې په هغه پيښه کې غفلت کونکې چارواکې ګوښه کړل شي او که چرې حکومت دا کار ونکړ نو د سنځاوۍ ټولۍ لارې بندوي.