له سعودي تښتېدلو ۲ خویندو په ګورجستان کې د پناه غوښتنه کړې
هغه دوه سعودي خویندې چې وايي، له خپل هېواده د زور زیاتي له کبله تښتېدلي، په ګورجستان کې یې د پناه غوښتنه کړې، خو لا هم وېره لري چې ښايي د کورنیو لاس یې ور ورسېږي او بېرته یې سعودي عربستان ته ستنې کړي.
۲۵ کلنې وفا السُبیعي او ۲۸ کلنې مها السُبیعي ته وروسته له هغې چې پر خپل ټوېټر یې د مرستې غوښتنه وکړه، د اپرېل په ۱۸ مه نېټه د ګرجستان د حکومت له خوا ورته د مصؤنیت په برخه کې د همکارۍ وړاندیز وشو.
ګرجستاني چارواکو ویلي، دې خویندو ته یې دا مهال په یو پټ ځای کې سرپناه ورکړې ده، خو دې دواړو خویندو د جمعې په ورځ د ټامسن روېټرز بنسټ ته ویلي، دوی غواړي چې یوه داسې هېواد ته ولاړې شي چې سعودي وګړي له وېزې پرته د ورتلو اجازه ونه لري.
دې خویندو د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي وو، دوی ځکه ګرجستان انتخاب کړ چې سعودي وګړي ګرجستان ته د تلو لپاره وېزې ته اړتیا نه لري.
دې خویندو د خپلې قضیې په اړه پر ټوېټر یو اکاونټ جوړ کړی چې پرې پر ویډیوګانو او پیغامونه پوسټ کوي او په کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې د خوندیتوب غوښتنه کوي.