غزني چارواکي د حساب ورکونې پروسه ښه ګام بولي، خو فعالان یې تېر اېستنه ګڼي
په غزني کې ملت ته د حکومت حساب ورکونې پروسې درې ورځنۍ لړۍ پای ته ورسېده. د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، د حساب ورکونې دغه پروسه کې ددې ولایت امنیتي او د بېلابېلو ملکي ادارو استازو، د غزني ولسونو او مدني فعالانو ته د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو او کارونو په اړه راپور ورکړ. دوی د راتلونکي په اړه هم د خپلو پلانونو په اړه معلومات شریک کړل. د غزني ولایت د ټولنیزو او اقتصادي چارو مرستیالې هوسۍ اندړ د حساب ورکونې پروسې په وروستۍ ناسته کې وویل، حکومت له زیاتو ستونزو سره-سره بیا هم ډېرې لاسته راوړنې لري. Читать дальше...