د پیرو ۱۶ میلیونه خلک د دوو اونیو په مخه ټولبند پیلوي
د پیرو مؤقت ولسمشر وویل، د پیرو ۱۶ میلیونه خلک به د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د جنوري په پای کې د دوو اونیو په مخه ټولبند پیل کړي.
د جنوبي امریکا په دغه هېواد کې چې دوه دېرش میلیونه خلک ژوند کوي یوازې پنځه سوه بیړني بسترونه شته.
د پیرو مؤقت ولسمشر فرانسېسکو شیګاستي د سې شنبې(د سلواغې ۷مه) په ورځ په ټلوېزیوني وینا کې وویل، ټولبند به په پیرو کې د جنوري له یو دیرشمې پیل شي او د فبروري تر څوارلسمې به دوام وکړي.
په دې ټولبند کې به د خوراکي موادو دوکانونه، درملتونونه او بانکونه پرانیستي وي او نور ځایونه به د کلیساوو په ګډون بند وي.
په پیرو کې د کرونا ویروس ورځني تلفات له شااوخوا زرو څه باندې پنځه زرو ته رسیدلي دي.
په دغه هېواد کې د کرونا ویروس ټول تلفات تر سې شنبې پورې څه باندې څلویشت زرو ته رسېده.