ملي امنیت: د داعش هغه غړی نیول شوی چې د امریکا شارژدافیر یې واژه
د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي، په ننګرهار کې یې د داعش د هدفي وژنو د ډلې غړی او هغه زمینهساز نيولی چې غوښتل يې کابل کې د امريکا سفارت شارژدافير ترور کړي. په ننګرهار کې د ملي امنیت د صفر دوه قطعې څانګې د سې شنبې (د مرغومي ۲۳مه) په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د ننګرهار د کامې په ولسوالۍ کې یې د داعش ډلې څلور غړي نیولي چې په وینا یې يو يې 'د داعش د هدفي وژنو د ډلې غړی او زمینهساز' وو. په اعلامیه کې همدا راز ویل شوي: "د معلوماتو له مخې د داعش ډلې هدفي وژنو غړی او زمینهساز عبد الواحد... Читать дальше...