راشد خان د اسټرالیا په بېګ بش لیګ کې خپلې لوبې پای ته ورسولې
راشد خان د اسټرالیا په بېګ بش لیګ کې خپلې لوبې پای ته ورسولې. هغه نن د اډیلایډ سټرایکرز ټيم په ګټه په سږني بیګ بش شل اوریزو لوبو کې لس لوبې وکړې او شپاړس ویکټې یې واخیستي. راشد خان په سږني لیګ کې وروستۍ لوبه د ملبورن سټارز په وړاندې وکړه او دوه لوبغاړي یې وسوځول. په راشد خان سربېره محمد نبي، مجیب الرحمن او نوراحمد هم سږ کال په بېګ بش کې ولوبېدل. د سر دا دری وتلي افغان لوبغاړي به اوس متحده عرب اماراتو کې د افغانستان د ملي ټیم له تمرینونو سره یوځای کېږي څو له ایرلند سره یو ورځنیو لوبو ته چمتو شي. Читать дальше...