د 'پي.ټي.اېم'مخکښه ثنا اعجاز: له بلوچستانه په زوره و ایستل شوم
د پښتون ژغورنې غورځنګ 'PTM' مخکښه ثنا اعجاز وايي چې د بلوچستان حکومت په زوره له دې ایالته ایستلې ده. ثنا اعجاز د جنورۍ پر ۱۷مه د ازادې اروپا مشال راډيو ته وويل چې دا بلوچستان د پښتون مېشتې ولسوالۍ ژوب ته د یوه کتابتون پرانېستې ته ورغلې، خو پولیسو پرېنه ښوده. نوموړې وویل: "دلته دومره ډير امنيتي کسان راغلي چې پاکستان کې ښايي په يو ترهګر پسې هم شايد ورنه شي. پولیسو او ټولو امنیتي کسانو راته ویلي چې یوه دقیقه خبرې به هم نه کوې او موږ یې را روان کړو او وايي چې د بلوچستان له حدودو به وځئ." ... Читать дальше...