افغان چارواکو د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن ته د مبارکۍ پیغامونو کې څه ویلي؟
جو بایډن تر لوړې وروسته خبرو کې که څه هم د افغانستان په اړه څه ونهویل، خو د ولسمشر په ګډون بېلابېلو افغان چارواکو هغه ته د دندې د پيل مبارکي ورکړې ده. ولسمشر محمد اشرف غني پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په دې سختو شېبو کې افغانستان له خپل اصلي شریک-متحده ایالاتو سره د سولې او ترهګرۍ له څو اړخیزو ستونزو سره د مبارزې په خاطر څنګ په څنګ درېږي. ښاغلي غني پرون مازدیګر په ارګ کې د امریکا له شارژدافیر راس وېلسن او د ناټو له قوماندان سکاټ مېلر سره هم لیده کاته کړي دي. د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې دې... Читать дальше...