ملګري ملتونه: له درې زرو زيات پناه غوښتونکي اروپا ته د سفر پر مهال مړه شوي
ملګري ملتونه وايي چې د افغانانو په ګډون له درې زرو زیات کډوال او پناه غوښتونکي د مدیترانې او اتلانتیک له سمندري لارو اروپا ته د سفر په ترڅ کې مړه یا تري تم شوي دي. د کډوالو لپاره د ملګروملتو د لویې کمېشنرۍ UNHCR یو تازه راپور چې پرون خپور شو ښېي چې تېرکال ۳۰۷۷ کسان پر دې لاره مړه یا ورک شوي دي چې د یو کال مخکې یعنې د ۲۰۲۰ کال پرتله دوه ځلې زیاتوالی ښېي. د UNHCRویاندې شابیا مانتو پرون په ژنیو کې خبریالانو ته وویل، په شمېرو کې زیاتوالی راغلی چې د اندېښنې وړ دی.