له ځنډ وروسته؛ نړيوال بانک افغانستان کې پر درې پروژو کار پيل کړی دی
نړیوال بانک په افغانستان کې پر هغو دریو پروژو بیا کار پیل کړی دی چې د کرنې، روغتیا او کورني معیشت پر مسایلو تمرکز کوي. خو دې بانک د ۱۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د تعلیم پر پروژو کار لاهم نه دی پیل کړی. له دې پرېکړې باخبرو دوو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته دا خبر تایید کړی دی. نړیوال بانک د نجونو پر زده کړو د طالبانو له بندیز وروسته د تېرې مارچ میاشتې په وروستیو کې د شاوخوا ۶۰۰ میلیون ډالرو په لګښت په افغانستان کې خپلې ټولې پروژې وځنډولې. د یوې سرچینې په وینا چارواکو له تعلیم پرته د شاوخوا ۴۵۰ میلیون... Читать дальше...