د احصائیې ملي اداره: فارسي او نورې ملي ژبې د بهرنیو ژبو له لېست حذف شوي
د احصائيې او معلوماتو ملي اداره وايي، په برېښنایي تذکرو کې د کورنیو او بهرنیو ژبو لیکل د مخابراتو وزارت لهخوا په ۱۳۹۶ کال کې طرحه شوي وو. د دغې ادارې رئیس احمد جاوېد رسولي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۱۰» ازادي راډیو ته وویل، کومې ملي او کورنۍ ژبې چې له هېواده بهر هم ویونکي لري او د بهرنیو ژبو په نوملړ کې ځای شوې وې، خو د خلکو اعتراضونو ته په کتو، اوس فارسي او نورې ملي ژبې د بهرنیو ژبو له نوملړ نه ایستل شوې دي. ښاغلی رسولي زیاتوي: "د دې لپاره چې د سوء تفاهم مخه ونیول شي او ځیني کسان له موضوع... Читать дальше...