د اوکراین لوهانسک ځنګلونو کې درنې اور لګېدنې ۵ کسان ووژل
د اوکراین د بېړنیو خدماتو دولتي ادارې نن په یوه بیان کې همداراز وویل چې د سیمې د درېیو ولسوالیو په ځنګلونو کې د اور لګېدو په پېښه کې ۱۰ نور کسان هم ټپیان شوي او ۱۲۰ تنه نور له سیمې ایستل شوي دي.
چارواکي وايي چې د اور وژنې لپاره د اطفائیې زر تنه پرسونل سیمې ته استول شوي. د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د قانون د تنفیذ له ځواکونو غوښتي چې د اور لګېدو علت معلوم کړي.