د کابل د شت برچي کې ځانمرګی برید شوی
د کابل ښار د ۱۳مې امنیتي حوزې اړوند په دشت برچي سیمه کې یو ښوونیز مرکز ته څېرمه په یوه کوڅه کې د شوي ځانمرګي برید له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان دي. د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته استول شوي پیغام کې ویلي، یو کس ځان پورې چاودېدونکي توکي تړلي وو او غوښتل یې د کوثر دانش په نوم یو ښوونیز مرکز په نښه کړي. ارین زیاتوي، د کوثر دانش مرکز ساتونکو بریدګر پېژندلی خو برید ګر ځان پورې تړلي چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې. نوموړی وايي، ممکن د وژل شویو او ټپیان د شمېر په برخه کې بدلون راشي. Читать дальше...