باچا خان مرکز پېښور کې د عدم تشدد نړیواله ورځ ولمانځل شوه
عوامي نیشنل پارټۍ د باچاخان مرکز پېښور په ګډون د خېبر پښتونخوا په ځینو نورو برخو کې د عدم تشدد نړیواله ورځ ولمانځله. نور تفصیل له پېښوره د غلام غوث په ویډيو راپور کې
عوامي نیشنل پارټۍ د باچاخان مرکز پېښور په ګډون د خېبر پښتونخوا په ځینو نورو برخو کې د عدم تشدد نړیواله ورځ ولمانځله. نور تفصیل له پېښوره د غلام غوث په ویډيو راپور کې
د ناروې د سولې شورا فوزیه کوفي په افغانستان کې د سولې د هڅو په خاطر د نوبل د سولې د کاندیدانو په فهرست کې شامله کړې ده. دې شورا پر خپله وېبپاڼه په یوه خبرپاڼه کې مېرمن کوفي سیاستواله او د ښځو د حقونو، سولې، ډیموکراسۍ او منځلاري اسلام مدافع فعاله بللې ده. مېرمن کوفي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، خوشحاله ده چې د افغانستان لپاره د یوه نړیوال ویاړ ګټلو ته نومانده شوې ده. هغې زیاته کړه چې که دا جایزه دا وګټي که نه، د دې د نوماندۍ نفس ورته خورا مهم دی. مېرمن کوفي زیاتوي: "په دې شرایطو کې... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو ټویټ کې په کویډ19 د خپل ځان او خپلې میرمنې د اخته کیدو اعلان وکړ. ټرمپ لیکلي چې دواړه ځانونه قرنطینوي. اوس دا پوښتنه شته چې د راتلونکې میاشتې د انتخاباتو لپاره به یې کمپاین څه ډول مخکې ځي؟
ارمنستان وایي، دې ته لېواله دی چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان له لارې د سولې خبرو ته حاضر شي. دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ مشرانو د نګورنو قرهباغ لانجمنې سیمې پر سر د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د پیل شوې جګړې د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کړې ده. د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت نن ویلي، دوی د فرانسې، روسیې او متحده ایالاتو له هغې غوښتنې هرکلی کوي چې د شخړې د درېدو غوښتنه پهکې شوې. د اذربایجان د ولسمشر یوه سلاکار حکمت حسییف خبریالانو ته ویلي، که ارمنستان د وضعیت ښه کول غواړي، باید د دوی په ټکو د نګورنو قرهباغ (اشغال) پای ته ورسوي. Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په کرونا ویروس د ډونالد ټرمپ او د هغه د مېرمنې په اخته کېدو خفه دی او په دې اړهیې اندېښنه څرګنده کړې. ولسمشرۍ ماڼۍ د ښاغلي غني دغه پيغام پر ټویټر خپور کړی، نوموړي ویلي، د دغو دواړو د روغتیا لپاره دعا کوي. د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د ښاغلي ټرمپ د ژر رغېدو هیله کړې ده. ډونالد ټرمپ نن پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې د ده او لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ د کرونا ازمېښتونه مثبت شوي او قرنطینیې پيل کړی دی.
د محلي پولیسو یو شمېر قوماندانان، د دې ځواک د ړنګېدو له اعلان وروسته خپل برخلیک ته اندېښمن دي. دوی وايي په خپلو سیمو کې له طالبانو سره کلونه جګړه کې ښکېل پاتې شوي او که تشکیلاتیې لهمنځه ولاړ شي، د طالبانو له انتقامي بریدونو سره به مخ شي. تېره ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکو د محلي پولیسو د جوړښت د ړنګولو اعلان وکړ. د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ د محلي پولیسو قوماندان محمد توفان چې د شااوخوا ۲۵۰ محلي پولیسو مشري کوي د کورنیو چارو وزارت وروستی اقدام ناسم بولي او د محلي پولیسو د برخلیک په اړه اندېښمن دی. Читать дальше...
د ایران د پلازمېنې تهران په ګډون څو ښارونو کې له ارمنستان سره په شخړه کې د اذربایجان په ملاتړ مظاهرې شوې دي. د لانجمنې سیمې نګورنو قرهباغ پر سر تېره یکشنبه د اذربایجان او ارمنستان جګړه ونښته چې تر اوسه پهکې دواړو لورو ته د ملکیانو په ګډون تر ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي. په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې وېډیوګانې پر سړکونو لسګونه ایرانیان ښيي چې په اذري ژبه شعارونه ورکوي. د مظاهرهچیانو یو شعار دا دی چې " قرهباغ زموږ دی او زموږ به وي". ازادي راډیو لا د دغو وېډيوګانو کرهوالی نهشي تأییدولی.... Читать дальше...
د اوکراین چارواکي وایي، په ختیځه سیمه لوهانسک کې د ځنګله سخت اور لږ تر لږه نهه کسان وژلي دي. تر اوسه له دې کبله ۱۷ کسان روغتونونو کې بستر شوي، خو لسګونه نور ژغورل شوي دي. د بېړنیو حالاتو لپاره دولتي ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، اور په څو ولسوالیو کې لګېدلی او ۳۲ کلي یې له خطر سره مخامخ کړي دي. تر اوسه د دغه اور لامل چې د سپټمبر په ۳۰مه بل شوی، نهدی معلوم، خو د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو اور غورځوونکې مرمۍ، ډېره ګرمه هوا، بادونه او له اوره نا مسئوله استفادهیې د شونو لاملونو په توګه یاد شوي دي. Читать дальше...
د ځوانانو غږ خپرونه کې مېلمانه وايي، په تېرو وختونو کې څومره کار په پښتنه ځمکه د عدم تشدد لپاره شوی نو هغه په نړۍ کې هېچرته نه دی شوی خو د دې باوجود دا ځمکه له ډېر وخت راهيسې د تشدد لپاره کارول کيږي او د سيمې ځوانان اوس هم د جنګ خشاک جوړيږي.
له تېرو څلوېښتو کلونو چې په افغانستان کې څومره جنګونه شوي نو موږ خپله ونډه جنګونه کړي دي. موږ نور باید جنګ خلاص کړو او عدم تشدد خپل کړو. د ټول انسانیت لپاره عموما او د پښتنو لپاره خصوصا د عدم تشدد تعلیم پکار دی ، دا باید زموږ د تعلیم برخه وي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ چوهدري د اکتوبر پر دویمه په یو بیان کې دا رقم راپورونه بې لارې کوونکي بللې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو له سفیرانو سره د سولې پر بهیر خبرې کړې دي. د وزارت ویاند ګران هېواد ویلي، دغو خبرو کې چې پرون ماښام ترسره شوي، د سولې بهیر پر پرمختګونو او ننګونو بحث شوی دی. ښاغلی هېواد زیاتوي: "په دې خبرو کې د بهرنیو چارو وزیر د سولې بهیر کې د وروستیو پرمختګونو، ګواښونو، اندېښنو او د موافقیتونو د فرصتونو په اړه نظر تبادله کړ، سفیرانو له خپل اړخه د سولې مذاکراتو د ملاتړ ډاډ ورکړ." دوحه کې د دولت او طالبانو خبرې په ظاهره یو څه لانجمنې شوې... Читать дальше...
په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان سکاټ مېلر وایي، دوحه کې د سولې د هڅو له دوام سره سره وسلهوال مخالفان لا هم د جګړې پر دوام ټینګار کوي. مېلر دا څرګندونې پرون بلخ ولایت ته د سفر پر مهال وکړې، هغه سفر کې چې د افغانستان لوی درستیز یاسین ضیا هم ورسره و. دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې د جنرال مېلر له قوله لیکلي "که څه هم افغان ځواکونه دفاعي حالت کې دي، خو بریاوې لري". څو شمالي ولایتونو ته د دغه سفر هدف د امنیتي وضعیت ارزول ښودل شوي دي. له دې وړاندې بیا طالبانو ادعا کړې وه چې د دوی جګړه دفاعي... Читать дальше...
د سېپټېمبر پر ۲۹مه په مردان ښار کې یوې چاودنې شپږ تنه وژلي او ۱۳نور یې ټپیان کړي ول چې پکې د ګلاب خان یو زوی او دوې لمسیانې هم شاملې دي. عظمت علي شاه دغې غمځپلې کورنۍ ته ورغلی او دا راپور یې جوړ کړی.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او مېرمنیې ملانیا ټرمپ په کرونا اخته شوي او قرنطین کېږي. د ټرمپ د 'کووېډ-۹۱' معاینه داسې وخت مثبته ختلې چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته شااوخوا یوه میاشت پاتې ده. ټرمپ څو ساعته مخکې (د اکټوبر په دوهمه سهار وختي) په خپل ټويټر تأیید کړه چی دی او لومړۍ مېرمن په کرونا اخته شوي. هغه زیاته کړې چې دواړه به د قرنطین او د درملنې پروسه ژر پیل کړي. ټرمپ هیله ښودلې چې دواړه (دی او مېرمنیې) به له دې مرحلې په ګډه ووځي. لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ هم په خپل ټویټر... Читать дальше...
د راډيويي مجلې نننۍ ګڼه په لاندې فرهنګي مطالبو راښکلې شوې ده. مریم توخي د تېرې اوونۍ فرهنګي خبرونه وړاندې کوي. له طایر ځلاند سره د عدم تشدد په تناظر کې د پښتو ژبې او ادب پرمختګ څېړو. په هنر جاج کې له میر احمد یاد سره د ژباړې په هنر غږېدلي يو. په فنکار برخه کې د الماس خانم ژوند او فن ته تم کېږو. په زرپاڼه کې به د خوږو ماشومانو لپاره د کتابونو کیسه واورئ. او په پای کې به د استاد هدایتالله ژوند ته تم شو. د دې خپرونکې جورونکی پوهنیار محبوبشاه محبوب دی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهيې اورېدلی شئ... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش یو ځل بیا په نړۍ کې د اوربند غوښتنه کړې ده. ګوترش د عدم تشدد یا نهتاوتریخوالي د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل پیغام کې ویلي، د سږ کال تر پایه اوربند به رنځ او قحطۍ کمه او د سولې خبرو ته لاره هواره کړي. ملګري ملتونه د اکټوبر دوهمه نېټه چې نن ده، د نهتاوتریخوالي نړیوالې ورځې په توګه لمانځي، دا د عدم تشدد فلسفې د بنسټ ایښودونکي مهاتما ګاندي د زوکړې ورځ هم ده. سږ کال دغه ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې د افغانستان د جګړې ښکېلې خواوې د لومړي ځل لپاره دوحه کې د سولې خبرو ته ناست دي. Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ د کورونا وایرس ټیسټونه مثبت راغلي دي. ولسمشر ټرمپ بېګا شپه ناوخته پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دی او مېرمن ملانیا ټرمپ ته یې کووېډ - ۱۹ لګېدلی دی او اوس به فرنطینېږي او د رغېدو عمل به یې ډېر زر پیل شی. دا لا نه ده مالومه چې ولسمشر ټرمپ او یا په مېرمنه کې یې د دغه ناروغۍ څه علامات ښکاره شوي که نه. د امریکا د ناروغیو د کنټرول مرکز له مخې په کورونا وایرس اختو کسانو کې عمومن پنځه ورځې وروسته د دغه ناروغۍ علامات ښکاره کیږي، خو په ځینو کېسونو... Читать дальше...
ډیپلومات ډیپلومات خپرونې یوه تاریخي موضوع رااخیستې ده. دا خپرونه په خپله تازه ګڼه کې لیکي چې د ۱۸۳۸ کال د اکټوبر په لومړۍ نېټه د هند لپاره د بریتانیا ګورنر جنرال جورج ایډن پر افغانستان د حملې اعلان وکړ. خپرونه لیکي چې د دې برید علت په هند کې د بریتانوي امپراتورۍ خوندي کول و چې د افغانستان او له افغانستان نه ورهاخوا د ګواښونو مخه ونیول شي. بریتانیا غوښتل چې د امیر دوست محمد خان پر ځای چې پر کابل واکمن و شاه شجاع ته واک ولېږدوي. شاه شجاع له ۱۸۰۹ کال نه په کشمیر او پنجاب کې په جلا وطنۍ کې ژوند کاوه. Читать дальше...
د اروپايي ټولنې مشرانو پر لانجمنې سیمې نګورنو قرهباغ د ارمنستان او اذربایجان د ځواکونو ترمنځ د روانې جګړې د سمدستي بندېدو غوښتنه وکړه. داسې اندېښنې شته چې د دې تاوتریخوالي زیاتوالی به د سیمهییزو قدرتونو ترمنځ په بشپړې جګړې بدل شي. اروپايي شورا نن (د اکټوبر ۲مه) په بروکسل کې تر یوې سرمشریزې وروسته په اعلامیه کې وویل: "په ملکي ساحو کې ځاني او مالي زیان د منلو وړ نهدی. دا شخړه په پوځي لارې او داخلي لاسوهنو نهحلېږي." د ارمنستان او اذربایجان ځواکونه تېره یکشنبه په جګړه واوښتل چې تر اوسهیې په... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، د ده او لومړۍ مېرمنې ملانیا ټرمپ د کرونا ویروس د معایناتو نتیجه مثبته وه. ښاغلي ټرمپ نن په یوه ټویټ کې ویلي چې د ځانونو د قرنطین او روغېدو پروسه به ډېر ژر پیل کړي. تر دې مخکې پرون د ولسمشر د نږدې همکارې هوپ هیکس چې دا اوونۍ له ولسمشر ټرمپ سره په څو سفرونو کې ملګرې وه، د معایناتو نتیجه مثبته وه. ولسمشر ټرمپ په ټویټر کې لیکلي چې هوپ هیکس په شدت، له خنډ او ځنډ پرته کار کړی او دا ډاروونکې ده چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د معایناتو نتیجهیې مثبته وه. ... Читать дальше...
د ایران د پیسې ریال ارزښت د امریکايي ډالرو په وړاندې تر ټولو ټیټې اندازې ته ولوېد. پرون هر امریکايي ډالر په ۳ لکه ریالو تبادله شو. د تېرې میاشتې په نیمايي کې چې لا امریکا پر ایران بندیزونه نهو اعلان کړي، هر ډالر په ۲ لکه ۶۲ زره ریالو تبادله کېده چې دا په دوو اوونیو کې د ریال په ارزښت کې ۱۲ فیصده ټیټوالی ښيي. په ۲۰۱۵ م کال له نړیوالو قدرتونو سره د ایران د اټمي موافقې پر مهال د یوه امریکايي ډالر ارزښت د ۳۲ زره ریال معادل و.
د ایران د روغتیا وزارت پرون اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ۳،۸۲۵ نوې پېښې ثبت کړې دي. د دې وزارت د شمېرو پر اساس، په یاده موده کې ۲۱۱ تنه په ایران کې د کرونا په ویروس مړه شوي دي. په دې حساب په هرو ۲۳ ثانیو کې یو ایرانی په کرونا ویروس اخته شوی او په هرو ۷ دقیقو کې یو تن مړ شوی دی. په ایران کې د کرونا ویروس خپرېدا یو وار بیا زیاته شوې او اوس په دې هېواد کې په دې وبا د اخته کسانو تأیید شوی شمېر تر ۴ لکه ۶۰ زره اوړي. همداراز په دې هېواد کې تر ۲۶ زره ډېر کسان په کرونا ویروس مړه شوي دي.
هند وايي، د دوو کشمیرونو د پولې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو په ډزو لږترلږه ۳ هندي پوځیان وژل شوي او ۵ نور ژوبل دي. د هند د پوځ ویاند ډګروال راجیش کلیا وویل، ۶ پوځیانو تهیې پرون (پنجشنبه) هغه مهال مرګژوبله واوښته چې پاکستاني پوځیانو د کوپواړې سیمې ته نږدې پر شمال ختیځ نوګرام سیمه د هاوان او نورو وسلو ګولۍ وویشتې. ده همداراز وویل چې دوو نورو پوځیانو تهیې د چهارشنبې په شپه په پونچ سیمه کې مرګژوبله اوښتې ده. په همدې حال کې پاکستان پرون په اسلاماباد کې د هند یو ډیپلومات د بهرنیو چارو... Читать дальше...
د افغانستان لویه څارنوالي وايي، په وروستیو ۶ میاشتو کې یې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي تر ۲ زره زیاتې قضیې ثبت کړې دي. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي پرون (پنجشنبه) په دې اړه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل: "په ۲۰۸۸ قضیو کې جنسي تېري، د ښځو ټکول، د ښځو ځورول، د واده له حقه محرومول او په بدو کې ورکول شامل دي." ښاغلي رسولي دا هم وویل چې د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالۍ دا ټولې قضیې څېړلې دي. د ده په وینا، د دغو قضیو اکثره عاملان نیول شوي او قانوني چلند ورسره شوی دی.
123ru.net — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 123ru.net.
Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.
123ru.net — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.
Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.
123ru.net — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 123ru.net.
Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.
123ru.net — ежедневник главных новостей Вашего города и Вашего региона. 123ru.net - новости в деталях, свежий, незамыленный образ событий дня, аналитика минувших событий, прогнозы на будущее и непредвзятый взгляд на настоящее, как всегда, оперативно, честно, без купюр и цензуры каждый час, семь дней в неделю, 24 часа в сутки. Ещё больше местных городских новостей Вашего города — на порталах News-Life.pro и News24.pro. Полная лента региональных новостей на этот час — здесь. Самые свежие и популярные публикации событий в России и в мире сегодня - в ТОП-100 и на сайте Russia24.pro. С 2017 года проект 123ru.net стал мультиязычным и расширил свою аудиторию в мировом пространстве. Теперь нас читает не только русскоязычная аудитория и жители бывшего СССР, но и весь современный мир. 123ru.net - мир новостей без границ и цензуры в режиме реального времени. Каждую минуту - 123 самые горячие новости из городов и регионов. С нами Вы никогда не пропустите главное. А самым главным во все века остаётся "время" - наше и Ваше (у каждого - оно своё). Время - бесценно! Берегите и цените время. Здесь и сейчас — знакомства на 123ru.net. . Разместить свою новость локально в любом городе (и даже, на любом языке мира) можно ежесекундно (совершенно бесплатно) с мгновенной публикацией (без цензуры и модерации) самостоятельно - здесь.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.