بلاروس کې د سیاسي زندانیانو په ملاتړ له مظاهرو ۱۰ تنه نیول شوي
په بلاروس کې پولیسو داسې مهال ۱۰ تنه نیولي چې نن یکشنبه هلته د سیاسي زندانیانو په ملاتړ مظاهره وشوه. هلته له اتو اوونیو راهیسې د الکساندر لوکاشینکا پر ضد اعتراضونه دوام لري او مظاهرهچیان د ده استعفا غواړي. معمولاً د یکشنبې په ورځو ګڼ خلک مظاهرو کې برخه اخلي. د تېرې اوونۍ د شنبې او یکشنبې په ورځو مظاهره کې شااوخوا یو لک کسانو ګډون کړی و چې له دې ډلې ۳۵۰ تنه د پولیسو لهخوا ونیول شول. د مظاهرو له پيله تر اوسه یو شمېر کسان وژل شوي، سلګونه ټپیان او څه باندې ۱۰ زره نیول شوي دي. د لوکاشینکا... Читать дальше...