عبدالله: افغان دولت او طالبان پر اختلافي مسایلو روغې جوړې ته نږدې شوي
دواړو لورو چې د تېرې سپټمبر میاشتې له ۱۲مې راهیسې په دوحه کې خبرې پیل کړي تر اوسهیې د خبرو د دوام لپاره کړنلاره نهده نهایي کړې.
یو د اختلافي ټکو پر حنفي مذهب د طالبانو ټینګار دی، خو د افغان دولت مرکچیانو د جعفري مذهب چې د افغانستان په اساسي قانون کې یې د پیروانو حقونه خوندي شوي، مسئله رامخې ته کړې ده.
ښاغلي عبدالله پرون په اسلاماباد کې له فرانسپرس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې دغه اختلافي مسئله تر ډېره هواره شوې ده.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې دواړو لورو د اوس لپاره د حنفي اصول چې شیعهګانو او نورو اقلیتونو سره به هېڅ ډول توپیري چلند نهکېږي، په رسمیت پېژندلی.
طالبان دغهراز غواړي چې د سولې په یوې احمتالي موافقه کې د افغان دولت له نوم څخه ډډه وشي او پر ځای یې هغه یو ډول د افغانانو ترمنځ موافقه ونومول شي.
ښاغلي عبدالله وویل، داسې ښکاري چې په دې برخه کې هم پرمختګ شوی، خو نوموړي نور جزئیات ورنهکړل.