د امریکا دوه ستر هوایي شرکتونه له ۳۲ زرو زیات کارکوونکي له کاره رخصتوي
له دغو دواړو شرکتونو چې له کانګرسهیې د میلیاردونو ډالرو مرسته ترلاسه کړې، غوښتل شوي و چې د سپټمبر د میاشتې تر پایه څوک له کاره ونهباسي. که له دوی سره بیا مرسته ونهشي ښایي ګڼ کسان له کاره وباسي.
دواړو هوایي شرکتونو ویلي چې د دې کار مخه نیول کېدای شي که د ټرمپ اداره او کانګرس د کارونو د خوندیتوب د ملاتړ لپاره د شپږو نورو میاشتو په مخه پر نورو ۲۵ میلیارده ډالرو مرستې موافقه وکړي.
که څه هم دواړه ګوندونه د هوایي شرکتونو ملاتړ کوي، خو تمه ده چې دغه مرسته به د مرستو په یوه لویه بسته کې شامله وي.
د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي او د خزانې وزیر سټیفن منوچین پرون له څه باندې یوه میاشت وروسته د لومړي ځل لپاره سره مخامخ ولیدل ترڅو یوه حل لاره ومومي.
د کانګرس غړي تر فشار لاندې دي چې د نومبر په درېیمه تر انتخاباتو مخکې باید د ځپل شوي اقتصاد د رغولو لپاره پر مرستې موافقه وکړي.