د استونیا ولسمشرې په مسکو کې د روسیې له ولسمشر سره وکتل
د استونیا ولسمشره کرستي کالیولاید «Kersti Kalijulaid» د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل. ولسمشرې کرستي خپل روسي سیال ته ویلي چې ګاونډیان باید د مخالفتونه د لرلو په صورت کې له یو بل سره خبرې وکړي. پوتین بیا ولسمشرې کرستي ته ویلي چې د رسمي چارواکو، دولتي ادارو او ګاونډیانو تر منځ د اړیکې نشتوالی یو عادي وضعیت نه دی. د استونیا او روسیې اړیکې له څو کلونو سړې دي. مسکو په ۲۰۰۴ میلادي کال کې له اروپايي ټولنې او ناټو سره د استونیا په یوځای کېدو مخالفت وښود.