د اوکراین جمهور رئیس د محکمې د یوې پرېکړې په اړه غبرګون وښود
د اوکراین جمهور رئیس پترو پروشنکو د محکمې د هغې پرېکړې په اړه چې د یوه لوی بانک ملي کول یې ناقانونه بللي غبرګون وښود.
پروشنکو ګواښ کړی چې که دا بانک خپل پخواني څښتن اولیګارج ایهور کولومویسکي ته وسپارل شي ښايي ناوړه پایلې ولري.
د اوکراین یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ حکم وکړ چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د یوه خصوصي بانک د ملي ګرځولو په برخه کې د حکومت پرېکړې قانون مات کړی دی.
د اوکراین جمهور رئیس د محکمې دا حکم یو بې باکانه ګام بللی او ویلي یې دي دا چاره به د دې سبب شي چې اوکراین خپل پورونه پرې نهشي کړای او نوی اقتصادي ناورین به رامنځته شي.
اخوا د ملي ګرځول شوي خصوصي بانک پخواني مالک اولیګارج کولومویسکي ویلي د محکمې پرېکړه په دې معنی ده چې هغه ګټلې ده.
د اوکراین ملي بانک ویلي چې د محکمې د حکم په وړاندې به د استیناف غوښتنه وکړي.