ايران د ځينو افغان کډوالو بانکي کارتونه بند کړي
په ایران کې یو شمېر افغان کډوال وايي، لس ورځې کېږي چې د دوی بانکي کارتونه تړل شوي او د دې هېواد بانکونه ورته پیسې نه ورکوي. د غور ولایت اصلي اوسېدونکې مریم چې ۱۳ کاله کېږي ایران کې ژوند کوي، وايي لس ورځې کېږي چې په تهران کې له بانک څخه خپلې پيسې نه شي ایستلی. مریم وايي، دې کار له ستونزو سره مخ کړې. د دې په وینا دا کار د دوی د شتمني په یرغمل نيول دي او په ایران کې د افغانستان له سفارت غواړي چې ژرترژره دا ستونزه حل کړي. هغه زياتوي: "لس ورځې کېږي چې بدبخته شوي یو، ټولو پرته له ویلو زموږ بانکي کارتونه بند کړي. Читать дальше...