اکرم امام اوغلو د استانبول د ښاروالۍ څوکۍ وګټله
نوموړی د بري اعلان وروسته له هغې کوي چې د دغۍ څوکۍ لپاره د ترکیې د ولسمشر او د واکمن عدالت او پرمختګ ګوند مشر له خوا کاندید شوي پخواني صدراعظم بن علي یلدریم خپله ماته منلې ده.
رجب طیب اردوغان پرون په یوه ټوېټري پیغام کې اوغلو ته د دغې بریا مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې د خلکو غوښتنه نن یو ځل بیا تمثیل شوه.
په مخکنیو انتخاباتو کې هم هغه له یلدریم څه یو څه زیاتې رأیې ګټلې وې، خو ولسمشر دغه نتیجه نه وه منلې، ترسره شوي انتخابات یې له بې نظمیو او درغلیو ډک بللي او د بیا ترسره کېدو غوښتنه یې کړې وه.